امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
د ملي اردو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د ميدان وردګو، قندهار، زابل او د غور د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ له امله يې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول او يوه اندازه وسلې او تجهيزات او پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه او ٣٤ ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دغه راز دملي اردو دوه تنه منسوبين د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته