ټولنه

په هرات کې د بريښنا پرله پسې نشتوالې د خلکو غوسه را پارولې ده

کابل – باختر دليندۍ اته ويشتمه :
د ژمې په سړو شپو ورځو کې د بريښنا پرله پسې نشتوالې د هرات دخلکو دشکايت او غوسې سبب شوې دي .
د ژمې په رارسيدو د هوا په سخت سړښت سره چې د بريښنا له پرله پسې نشتوالې سره يوځاى، د بريښنا د نشتوالې له پلوه د هرات دخلکو ستونزې زياتې شوې دي.
په هرات کې د بريښنا نشتوالې او په زياتو مواردو کې د هغې د ولتاژ ټيټوالې کومه نوى موضوع نه ده او مقاماتو تل د دغو چلنجونو په حل کولو ټينګار کړي دي، خو دغه ستونزه اوس هم په پراخه توګه شته.
د دغه ولايت ځينې اوسيدونکي وايي چې د دغې ستونزې شتون پر دوى باندې زيات اقتصادي ګوزارونه کړې دي.
د دوى دڅرګندونو له مخې: په هرات کې د بريښنا د بهير ځنډيدل او بيا عادي حالت غوره کيدل د دې سبب شوى دى چې د دوى زيات برقي وسايل له منځه لاړ شي او يا تخنيګي عوارض پيداکړي.
په همدې حال کې د بريښنا د بهير د ځنډېدو له امله، د هرات ولايت دخلکو د انديښتنو له زياتوالې وروسته د هرات په ولايتى شورا کې دخلکو استازو د بريښنا رياست د مسوولينو د ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.
د هرات د ولايتي شورا د شکايتونو د اورېدو دکميټې رييس سيدجلال شيرزادي وايي : د بريښنا د نشتوالې د زياتيدو عوامل په اساسي ډول وڅيړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دهرات خلک په دغه ولايت کې د بريښنا د بهير د ځنډېدو له امله انديښنه لري او د هرات د ولايتي شورا د استازو د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
د هرات د بريښنا د حوزې رييس محمد سرور صديقي په وروستيو ورځوکې د بريښنا د بهير پيژندل په ترکمنستان کې د بريښنا د دوو توربينونو د ويجاړتيا زيږنده وبلل او په دې برخه کې يې او د بريښنا شرکت د مرکزي مسوولينو او د هرات د بهرنيو اړيکو د رياست د مسوولينو دجدي هلوځلو غوښتنه يې وکړه.
ښاغلى صديقي د هرات په بريښنا شرکت د تجهيزاتي ستونزې نشتوالې په اشارې سره، په دغه ولايت کې د بريښنا د ظرفيت دکمښت له امله انديښنه څرګنده کړه او د ترکمنستان د قونسلګرۍ له مقاماتو سره دخبرو په برخه کې د هرات د ولايتي شورا د استازو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې ده په راتلوونکو مياشتو کې له ايران څخه د وارداتي بريښنا د ظرفيت د زياتوالې او ويشلو خبر ورکړ چې د دغې وارداتي بريښنا په پيرودلو سره به د هرات د بريښنا ستونزه لږه شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته