کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د امريکا د متحده ايالاتو د سولې د انستيتوت د آسيايي پروګرامونو له مرستيال اندرو ولدر سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ، د افغانستان د دولت د سولې د هلو ځلو او د هغه د جوړښتونو او د افغانستان د سيمه ييزو اړيکو په باب هم خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ