امنیت

يوه اندازه مهمات دملي اردو دعسکرولاسته ورغلل

کابل باختردثوردمياشتي ٩ نيټه :

دملي اردومنسوبينو دهيوادپه ځينو ولايتونو کې دامنيتي دندو په بهيرکې يوه  اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل.

دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر يوخبرځاى نن باختراژانس ته وويل، دملي اردو منسوبينو دکندهارولايت دژيړي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددندو په بهيرکې  دماين  جوړولو دتوکو دوه زيرمې ، دنشه يي توکو يوه زيرمه  او درې ماينونه ترلاسه کړل .

دغه راز دخوست ولايت  دمرکز په مربوطاتو کې دوه کلاشينکوفونه ، لس لاسي بمونه او دکلاشينکوف  اووه سوه ګولۍ دعسکرو لاسته ورغلي دي اوپه همدې ډول دلوګرولايت دخروارولسوالۍ په مربوطاتوکې شپږکيلوګرامه هيروئين ، دوه لاسي بمونه او دميزائيل توغندي دوه ماينونه  او دکندهار ولايت  دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوماين اويو موټرسايکل ترلاسه کړي دي.

دغه راز دملي اردو منسوبينو دخوست  ولايت په صبريو ولسوالۍ  کې اته ماينونه او دزابل ولايت په مربوطاتو کې شپږماينونه  او دوه نيم کيلوګرامه چرس هم کشف شوي دي .

ديوبل خبرله مخې،  دوسله والو مخالفينو دډزو له  امله  دپکتيا په زرملي ولسوالۍ کې دملي اردو يوعسکر ټپي شوى چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته