امنیت

په جوزجان کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د وسله والو طالبانو قوماندان په جابر مشهور قاري صدر له خپلوڅلور تنو ملګرو سره په جوزجان ولايت کې ووژل شو.
د جوزجان ولايت وياند رضا غفوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: قاري صدرتېره شپه د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ د پير غريب په کلي کې هغه وخت ووژل شو چې د سيمه ييزو پوليسو په پوستې بريد وکړ.
خبرځاى وويل: قاري صدر د قاري حکمت د ګروپ په ترکيب کې فعاليت کاوه او تېره اوونۍ د ام تي ان د مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي د همدې ډلې له خوا تښتول شوي وو چې د مشرانو په منځګړيتوب خوشې شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته