امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
اووه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانو سره دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار دشا جوي په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
د زابل ولايت دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او طالبانو په شاجوي ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ پر کاروان دبريد په وخت کې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبرکې ويل شوې دي چې درې تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانو سره دجګړى په بهير کې ووژل شول دغه جګړه نن سهار په شهر صفا ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په دريو موټر سايکل سپرو طالبانو ډزې وکړې ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکى وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته