امنیت

دايبکو _ پلخمري په لويه لاره کې وسله وال طالبان وټکول شول .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دايبکو _ پلخمري  دلويې لارې په اوږدو کې په ټانګ سوخته پوستې دوسله والو طالبانو دبريد پلان دامنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شو .
دسمنګانو ولايت امنيتي مسوولان وايي چې وسله والو طالپانو تير ماښام ددغې لارې په اوږدو کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل  خو پوځيانو په يوه بريد کې  طالبان له ساحې څخه خواره واره کړل .
دسمنګانو دوالي وياند وايي چې په وسله والو طالبانو له دغه تګلوري څخه دتيريدو په وخت کې دامنيتي ځواکونو له خوا ځپنده ګوزارونه  وشول چې تراوسه پورې  له دې امله  دوژل شويو کسانو او ټپيانو دقيق شمير معلوم نه دى خو دهغوى يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل په ساحه کې پاتې  و .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته