سیاست

جمهور رئیس غني د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د ثور د مياشتې ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې ښاغلي مرادوف د خپل هېواد د جمهور رئیس نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او وې ویل، د ترکمنستان جمهور رئیس او خلک د افغانستان له دولت او خلکو سره د هميشنۍ دوستۍ غوښتونکي دي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، د هېواد د جمهور رئیس د دستور په اساس د کابینې ټول غړي مکلف دي چې له افغانستان سره د ټاپي، نوري فایبر او ټولو انکشافي پروژو په برخو کې همکاري وکړي.
مرادوف څرګنده کړه، د ټاپي نل لیکې د جیولوجیکي مطالعاتو کار پایته رسېدلی او د یادې نل لیکې د جوړولوکار۸ کیلو متره مخته تللی دی. هغه وویل، کنسر سیوم ټاپي چې ترکمن ګاز شرکت یې رهبري په غاړه لري، روانه میاشت په یوه ناسته کې د دې پروژې ۸۵ سلنه مالي منابع منلي دي.
هغه وویل، هېواد یې لېوالتیا لري او همدارنګه کوښښ به وکړي چې په دې برخه کې بهرني پانګه وال جذب کړي. هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو تر منځ د همنظري په اساس په پام کې ده چې ترکمنستان له اسلامي پراختیایي بانک څخه د پانګونې غوښتنه وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، په دې برخه کې د ۴ ونډه لرونکوهېوادونو له ډلې څخه درې هېوادونه د اسلامي کنفرانس سازمان غړي دي او افغانستان په دې برخه کې د اسلامي پراختیایي بانک د پانګونې هرکلی کوي.
همدارنګه د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ترکمنستان څخه تر اقینې پورې د اورګاډي کرښه د روان کال د اکتوبر ترمیاشتې پورې بشپړېږي او د ترکمنستان جمهور رئیس لېوالتیا لري چې د دواړو هېوادونو رهبري د هغه په پرانیسته کې حضور ولري. هغه وویل، ترکمنستان تیار دی چې له اقینې څخه تر اندخوی پورې سرک هم وغځوي.
ښاغلي مرادوف وویل، تحصیلي سکتور ته د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس به د هغه هېواد په روزنیزو موسسو په ځانګړي ډول د غاز او نفتو، اورګاډي او برېښا په څانګو کې  افغان محصلان جذب شي. هغه زیاته کړه، د ترکمنستان په پوهنتونونو کې د دري ژبې د زده کړې برخه فعاله ده او د پښتو ژبې د زده کړې په برخه کې یې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د همکاري غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له ترکمنستان سره د افغانستان ستراتیژیکو اړیکو ته په اشارې ترکمنستان د ښه او همنظر ګاونډي په توګه وباله او څرګنده یې کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د هېواد جمهور رئیس د ټاپي د امنیت د تامین په هکله وویل، د ملي امنیت شورا په غونډوکې عمده بحث د دې پروژې د امنیت تامین دی او د اړوند سکتور وزارتونه به د ټاپي پروژې مسیر له انکشافي او د پانګونې له نظره هم وارزوي.
جمهور رئیس له اقینې څخه اندخوی ته د سړک د غځولو په هکله وویل، د اقتصاد عالي شورا او د بهرنیو چارو وزارت موظف شوي چې د دې سرک د غځولو لومړني پړاوونه وارزوي او په دې برخه کې تیاری وجود لري.
هغه زیاته کړه، موږ غواړو دا کرښه تر کندز او شیرخان بندر پورې وغځېږي. هغه وویل، موږ همدارنګه هرات ته د تورغنډۍ د اورګاډي کرښې د غځولو غوښتونکي یوو او جاپان په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
جمهور رئیس غني وویل، د ترکمنستان هېواد د تحصیلي بورسونو د شرایطو او د نوماندانو د تشخیص په هکله به ډېر ژر زموږ تحصیلي ادارې لازم اقدامات ترسره کړي او د نفت او غازو د برخې محصلان به لومړیتوب ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته