امنیت

سيمه ييزو پوليسو يو تن ښوونکی وواژه

ګردیز باختر د وږي د میاشتې ۲۶ مه
تېره شپه د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالي په اورياخېلو سيمه کې سيمه ييزو پوليسو د جان محمد په نامه يو تن ښوونکی وواژه او د هغه زوى او وراره يې ټپيان کړل.
د زرملې ولسوالي امنيه قومندان سمونوال محمد عارف مجاهد دپېښې په تائيدولو سره باختر اژانس ته وويل چې  دغه درې تنه سيمه ييز پوليس د ښوونکي کور ته د غلا لپاره وراوښتي وو او د ښوونکي له کور څخه یې ۱۱۰۰۰ پاکستانۍ کالدارۍ او ۳۰۰۰ افغانۍ هم غلا کړې دي.
مجاهد وايي چې، درې واړه سيمه ييز پوليس يې نيولي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته