
کابل – د وري٣١مه – باختر
د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودي عربستان د سفير له مرستیال سره په کتنه کې افغان حاجیانو ته د زیاتو آسانتیاوو غوښتنه وکړه.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي:
د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر له مرستيال بدر ابراهیم مجول العتیبي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو قدرداني وکړه او دغه هېواد ته يې د حج او زيارت په برخو کې د دغه هېواد د مرستو د دوام او پراختيا غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام ترسیوري لاندې ولس ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.
هغه د حج د راتلونکو پړاوونو لپاره د عملي اقدام هرکلى وکړ او د سفير له مرستيال څخه يې وغوښتل چې د افغان حاجيانو لپاره د زياتو اسانتياوو او تمويل زمينه برابره کړي.
د سعودي عربستان د سفيرمرستيال په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ د رامنځته شوي ډاډمن امنیت ستاينه وکړه او ويې ويل: هېواد به يې له افغانستان سره په ځانګړې توګه د حج او اوقافو له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
\ ذ