امنیت

د طالبانو يو مشهور قوماندان په فراه کې ونيول شو

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
د فراه سيمه  ئيز مسوولان وايي چې د هلمند او د فراه په ولايتونوکې د طالبانو يومشهور قوماندان ملا عزيز الله  پرون په دغه ولايت کې ونيول شو .
د فراه يوه سيمه ئيز مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل  چې، په ذکريا  مشهور ملا عزيز الله د هلمند ، بادغيس ، هرات ، فراه او د نيمروز په ولايتونوکې پراخ تروريستي  او ورانکاره فعاليتونه ترسره کړي دي .
ده وويل چې، د پوليسو کشفي موظفينو په هغو عملياتو کې چې پرون ترسره  شول دى يې په ټپي حالت کې په يو کور کې ونيوه.
ويل کېږي چې ملا عزيز الله تېره اوونۍ  په هلمند کې له پوځيانو سره په نښته کې ټپي شو او فراه ته تښيدلى و .
ديوبل خبرله مخې، دفراه پوليس وايي په دغه ولايت کې د ترور اصلي طراح  پرون ونيول شو.
پوليس وايي  نيول شوى سړى په سعيد مشهور حبيب الله  نومېږي او له ده څخه يوه  ټي ټي تومانچه هم ترلاسه شوې ده .
  ختم_ سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته