کابل باختر د چنګاښ يو ديرشمه :
په فارياب ولايت کې دننني ځانمرګي بريد له امله دشهيدانوشمير شلو ته ورسيد چې زياتره يې ملکي وګړي و .
نن له غرمې مخکې دفارياب ولايت دالمار ولسوالۍ په بازار کې ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې شل تنه شهيدان اواووه ديرش تنه نور ټپيان شول .
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې په چاوديدونکو توکوبارموټرسايکل سپاره ځانمرګي يرغلګر ځان په المار ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونوله وسايطو سره ټکر کړ او وچاوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دفارياب ولايت مرستيال عبدالستار په يوه خبري غونډه کې ددغوجزئياتو په وړاندې کولو سره وويل چې په دې پيښه کې شل تنه شهيدان او اووه ديرش تنه نور ټپيان شول چې ددغې پيښې زياتره قربانيان ملکي وګړي و .
ده دغه راز زياته کړه چې ددغې پيښې داتو تنو ټپيانوروغتيايي حالت ښه نه دى او دالوتکې په واسطه دمزارشريف روغتون ته ليږدول شوي دي .
په همدې حال کې په ميمنه کې دافغان ترک دروغتون نوکريوال ډاکتر احسان الله واحدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې يو ديرش تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي چې اووه تنه يې ملکي وګړي دي .
0 1 دقیقه لوستل