فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته: د هېواد ټول خلک د فرهنګ په ساتنې او رواجولوکې مسووليت او ارزښتناک رول لري

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې حسينه صافۍ نن په افغانستان کې د يونسکو سازمان د فرهنګي برخې له رئيس سره په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ددغه سازمان دهمکاريو په باب خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې په افغانستان کې د يونسکو سازمان د فرهنګي برخې رئيس په داسې حال کې چې د دغه سازمان د اړيکو د چارو رييس هم حاضر و، د افغانستان په بېلابېلو سيموکې په فرهنګي برخوکې د يونسکو د فعاليتونو او کارونو په باب معلومات ورکړل.
ده د دغه سازمان يو کاري لومړيتوب په افغانستان کې د فرهنګي ميراثونو ساتنه وبلله او څرګنده يې کړه چې يونسکو له ١٩٤٨ کال څخه را په  دې خوا په فرهنګي برخوکې له افغانستان سره همکاري کوي او تر اوسه پورې څه دپاسه دوه زره لرغونې ساحې مشخصې او په زياتو دغو ساحوکې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ کار کړى دى.
دغه راز په افغانستان کې د يونسکو سازمان د فرهنګي برخې رئيس د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د دغه سازمان د همکاريو د پراختيا ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په افغانستان او په تېره بيا فرهنګي برخوکې د يونسکو د کارونو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې افغانستان بډاى فرهنګ لري او د هېواد ټول خلک د فرهنګ د ساتنې او رواجولو په لاره کې  ارزښتناک رول او مسووليت لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته