کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې درې تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د نوزاد امنیتي مسوولین وايي چې دغه کسان د جازي په سیمه کې نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ن/ر