امنیت

اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٧ :
د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيرو څلرويشت ساعتونوکې  د ننګرهار، پکتيکا، غزني، قندهار، تخار، بلخ او د هلمند د ولايتونو په يوشمېر ولسواليوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ونيول شول.
د دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول؛ د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه  داعشي جګړه ماران ووژل شول او د غزني ولايت د اومني ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول.
په همدې ترتيب د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ دسيدانوپه سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د سيدآغاپه نامه د وسله والو طالبانو يو تن قوماندان  له خپلو دوو تنوملګرو سره ووژل شو.
د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملا اختر محمد په پټنځي   د ملي اردو د ځواکونو د ځانګړو شپنيو عملياتو په نتيجه کې څلورتنه له وسلو او مهماتو سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته