امنیت

په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار اته ماينونه د دغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو او سيمو څخه کشف او شنډکړل.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو بريدونه وکړي.
ده وويل: د دغو ماينونو د ښخولو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته