نړۍ

په امريکا کې په يوه جومات کې دبم ايښودلو لپاره دهڅو په تور ددريو تنو نيول کيدل

واشنګټن بي بي سي  باختردتلې د مياشتې  ٢٤  :
دامريکا په کانزاس ايالت کې  په دريو تنو تور لګول شوى  دى چې دسوماليايي مهاجرينو داستوګنې دځاى  په يوه اپارتمان او دغه راز په يوه  جومات کې د بمونو د ايښودلو لپاره  پروګرام جوړ کړى و.
باخترآژانس دبهرنيو سرچينوله خولې خبر راکړ :  دامريکا د عدليــــې وزارت  مقامات وايي  کرتيس  آلن  ،  ګوين رايت  او  پاتريک  يوژين استاين  چې ددغه بريد لپاره يې چاوديدونکي توکي برابر   کړي و   دپوځي  مليشو ديوې ډلې  غړي دي  چې ځان  صليبيون بولي . لکه څنګه  چې   د امريکا قضايي مقامات وايي  دغو دريو تنو غوښتل  چې خپل بريد  دنوامبر دمياشتې په نهمه يعنې په امريکا کې د جمهوري رياست دانتخاباتو په سبا ترسره کړي او هغه ودانۍ وچووي  چې يوسلوشل تنه پکې استوګنه لري اودسوماليا مهاجرين هم پکې دي.                                                       په امريکاکې داسلامي اړيکوشورا ددغه هېوادله پوليسو څخه وغوښتل چې     د جوماتونو ساتنه پياوړي کړي.
په وروستيو مياشتو کې او په اروپا او امريکا کې په تروريستي عملياتو سره   چې مسووليت يې دداعش ډلې په  غاړه اخيستى دى  ، دامريکا په متحده ايالاتو  کې دبنسټپالو په باره کې انديښنو زور اخيستى دى.                                 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته