امنیت

په جلریزکې پنځلس تنه ونيول شول

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٣ مه
د دویم نمبر لوى لارې د امنیت د ټینګښت لپاره د عملیاتو پر مهال امنیتي پوستې جوړې شوې
د میدان وردګو والي د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ولسي خلکو په رول ټینګار کوي او وايي چې د ولس له همکارۍ پرته ستونزې په اسانۍ سره نشي حل کیدلای.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات، د امنيې قوماندان ، د ملي امنیت رییس او یوشمېر نورو امنیتي مسوولینو پرون جلریز ولسوالۍ ته د سفر پرمهال امنیتي پوستې وکتلې.
په جلریز ولسوالۍ کې د دویم نمبر لوى لارې د امنیتي خوندیتوب په موخه په پنځه ورځنیو عملیاتوکې پنځلس مشکوک کسان نیول شوي، شل کلي د دولت د مخالفو وسلوالو له فعالیت څخه پاک او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د عملیات کوونکو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې د لارې په اوږدو کې درې نوې امنیتي پوستې جوړې شوې، چې پرمټ به یې شته امنیتي ستونزې هوارې او مسافر په ډاډه زړه تک راتک وکړي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات له پوستو څخه د لیدنې پروخت وویل چې عملیات په بریالیتوب سره ترسره او امنیتي ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري.
ده دغه راز پر ولسونو غږ وکړ چې د خپل سر او مال د ساتلو لپاره دې په ګډه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونوسره همکاري وکري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته