(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

حنفي: اسلامي امارت به د هېواد آبادۍ او د خلکو هوساينې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي

۲- کابل، د غبرګولي ٨مه، باختر

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فراه ولايت له يو شمېر مشرانو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت به د هېواد آبادۍ او د خلکو هوساينې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې کتنې پیل کې مولوي فقير احمد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سرتاسري امنيت په تامين او په افغانستان کې بيا د اسلامي نظام په ټينګښت يې خوښي وښوده.

نوموړي زياته کړه، افغان ملت او په ځانګړي ډول د فراه ولايت خلکو د هېواد د آزادۍ لپاره ډېرې هڅې او قربانۍ ورکړې او د اسلامي نظام ټينګښت لپاره بايد ضوابطو ته پر روابطو لومړيتوب ورکړل شي او د هېواد د آبادۍ او هوساينې لپاره بايد ستونزو سره په تدبير مقابله وکړو.

مولوي فقير احمد د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو د فراه ولايت ښوونې او روزنې او خلکو ته د کارموندنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې مبارزې او د هېواد آزادۍ لپاره د فراه ولايت د خلکو زيار او قربانیو ستاينه وکړه او ویې ویل، نظام ساتنه د ټولنې د هر فرد ديني او وجداني دنده ده.

نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت به د هېواد آبادۍ او د خلکو هوساينې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او د يووالي او اتحاد ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا