جلال آبادباختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دې دوره کې له څه ناڅه دوه سوه کورنيو سره د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست له لارې د مرستندويو بنسټونو له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي باختر آژانس ته وويل چې دغه کورنۍ دننګرهار په ځينو سيموکې د ډار اچوونکو د جګړو له امله زيانمنې شوې وې.
پاى ج ذ