خبرونهټولنه

په کند ز کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په خاطر غونډه جوړه شوه

١٦- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د کندز د ښځو د حقوقو فعالانو په دغه ولايت کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د پوهاوى په خاطرغونډه جوړه کړه.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ دغه غونډه د (ښځوپروړاندې تاوتريخوالي ته نه ووايي چې روغه کورنۍ او ارام افغانستان ولرو ) په نامه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د ١٦ورځني کمپاين په خاطر په کندز ښار کې جوړه شوه.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي وويل چې د دغه ولايت سيمه ييزه اداره له موجودو امکا ناتو څخه په استفادې ژمنه ده چې د کندز د ښځو ستونزې وڅېړي.
د کندز د ښځو د چارو رييسې نصيبې هولکر په اساسي قانون کې د ښځود حقوقو او وجايبو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې سږ کال د تېرکال په پرتله په دغه ولايت کې د ښځوپروړاندې د تاوتريخوالي کچې کمښت موندلى دى .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته