
کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د غزني ولايت امنيه قومندان مخدوم محمد عالم رباني سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مخدوم محمد عالم رباني د دې ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا عالي مقام ته معلومات ورکړل او ویې ویل، د مجاهدينو په همت او د خلکو په همکارۍ په دې ولايت کې امنیت ټینګ دی او بيا هم امنيتي مسوولين د بشپړ امنيت ټينګښت لپاره شپه او ورځ خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د غزني امنيه قومندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ په په غزني ولايت کې د امنيت ټينګښت لپاره د نوموړي او اسلامي امارت مجاهدینو هڅې وستايلې. د رياست الوزرا اداري مرستيال د امنیت موجوديت د فردي او ټولنيزو فعاليتونو ترسره کولو لپاره اساسي شرط وباله او زياته يې کړه، امنيتي ارګانونه توانېدلي په ښه ډول ټولنه کې رامي او هوساينه تامين کړي او په ټولنه کې د امنيت او نظم ټينګښت لپاره يې د امنيتي ارګانونو د زيار او هڅو مننه وکړه
نوموړي وويل: د ټولو خلکو د امنیت تامين د امنیتي ځواکونو دنده ده، چې په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
لمر