(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

حنفي: د خلکو ستونزې حلول او خدمت کول په ملي او سيمه ييزه کچه د دولتي ادارو دنده ده

۴– کابل، د غبرګولي ٨مه، باختر

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازيګر د تخار له والي مولوي ضياء الرحمن مدني سره کتنه کې وویل، چې د خلکو ستونزې حلول او خدمت کول په ملي او سيمه ييزه کچه د دولتي ادارو دنده ده.

د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې کتنې پیل کې مولوي ضياء الرحمن مدني د امنيت، سيمه ييزې حکومتولۍ، اقتصادي وضعيت او د تخار ولايت د خلکو ستونزو په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.

مولوي مدني زياته کړه، په تخار کې د اسلامي امارت سيمه ييز مسوولين په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

نوموړي اقتصادي وضعيت او بې کاري د تخار د خلکو او مجاهدينو عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت له مسوولينو څخه يې دې برخو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د امنیت تامین، اقتصادي ستونزو ته رسېدنې او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول په ملي او سيمه ييزه کچه د دولتي ادارو دنده وبلله او زياته يې کړه، د اسلامي امارت مسوولین د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خپلو هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته تيار دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا