(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

حنفي: زموږ ټول خلک د ارامه، هوسا او د ټولو امکاناتو لرونکي ژوند لايق دي

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فارياب ولايت د کوهستانات ولسوالۍ له يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.
د دې کتنې پیل کې د کوهستانات ولسوال مولوي خان شيرين او د دې ولسوالۍ د کنډک قومندان مولوي نورمحمد متوکل د نورو په استازيتوب د يادې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.
راغلو مجاهدينو کوهستانات ولسوالۍ د افغانستان يوه صعب العبور سيمه وبلله، چې له امله يې خلک په ځانګړي ډول ناروغان او مېمنې ښار ته د اداري کارونو لپاره مراجعه کوونکي کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغوی د معياري روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو او ديني مدرسو نشتوالی د خلکو عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه يې وغوښتل، ترڅو پورتنيو ستونزو په ځانګړي ډول د سړکونو او نښلوونکو لارو ترميم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورته مهال رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کوهستانات مجاهدينو سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ؛ د اشغالګرو ځواکونو ایستلو او بياځلې د اسلامي نظام ټينګښت لپاره د هغوی درېدل او قرباني وستايله.
حنفي زياته کړه، په ټول افغانستان کې زموږ خلک د ارامه
هوسا او ټولو امکاناتو لرونکي ژوند لايق دي او اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هغوی او په ځانګړي ډول د کوهستانات صعب العبور سيمو په څېر خلکو ته د سړک، ښوونې او روزنې او روغتيا په برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا