سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم د فارياب ولايت د اړوندو ولسواليو له يو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  مارشال محمد قسيم فهيم  نن ماښام د فارياب ولايت دګرزيوان، بلچراغ او دکوهستاناتو د ولسواليو له يو شمېر مشرانو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په هيوادکې  روانو حالاتو ته  په اشارې سره دګرزيوان ، بلچراغ او دکوهستاناتو د ولسواليو  مشرانو ته وويل چې ستاسو په سيموکې د امنيت  او ارامى ساتنې ته  پاملرنه  ستاسو يوه ستره او اساسي دنده ده .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په بشپړ جديت سره هلې ځلې کوي چې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په پرياليتوب سره ترسره شي او  زموږ امنيتي ځواکونه په ټول هيوادکې امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي .
ددغې کتنې په بهير کې څو تنو برخه والو دګرزيوان ، بلچراغ او دکوهستاناتو د ولسواليو د اوسيدونکو په استازيتوب د روغتيايي کلينکونو، ښوونځيو او د مواصلاتي لارو نشتوالي دخپلو خلکو جدي ستونزې وبللې او ددغو مسئلو دڅيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دفارياب ولايت مشرانو ته  ډاډ ورکړ چې د اړوندو مراجعو له لارې به دګرزيوان ، بلچراغ او دکوهستاناتو په ولسواليو کې  دخلکو ستونزې وڅيړل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته