ټولنه

د مارچ اتمه ونمانځل شوه

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٥ :
د مارچ اتمه د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ نن د عامې روغتيا وزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
د عامې روغتيا وزارت مقامات وايي چې د مارچ  اتمه په داسې حال کې ددغه
وزارت له خوا نمانحل کيږي چې په هيواد کې د ميندو د مړينې دکچې په کمښت
کې يې زيات برياليتوب ترلاسه کړي دي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په کابل سټار هوټل کې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل دمارچ اتمه په افغانستان کې د ښځو حالت ته د پاملرنې په توګه ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې دغه وزارت له يوولسو کلونو را په دې خوا د ميندو د مړينې اومصيبت دکمښت  په لاره کې هلې ځلې کړې دي.
ډاکترې دليل څرگنده کړه چې يوولس کاله مخکې په هرو سلو زرو ميندوکې يو زرو شپږسوه تنه يې د زيږون په وخت کې مړې کيدې او دغه شمېر اوس درې سوه اووه ويشتو تنو ته کمښت موندلى دى .
دي وويل دعامي روغتيا وزارت په دغو برياليتوبونو بسوالي نه کوي  اوهلي ځلي  کوي چي  داړوندو ارګانونو اودخپلو  روغتيايي شريکانو په همغږي  اوهلوخلو سره په هيواد کي  داميدواري دحالت دښه والي په لاره کي زيات فعاليتونه وکړي .
ډاکتري دليل زياته کړه  دميندو اوماشومانو دمړيني  دکچي دکمښت په مقصد دعامي روغتيا  وزارت دعاجلو ولادي خدمتونو ، دولادي ماهرانو دزياتوالي اود زيږونونو ترمنځ دواټن   لارښودد ترلاس لاندي نيولي دي .
په دي غونډه کي دغه راز  دملي شورا دولسي جرګي استازو فوزيي کوفي ، زهرا شريقي اووږمي جامي  ، دښځو دچارو وزارت معينم سعيدي مژګان مصطفوي  ، دښځو دټولني رييسي فتاني ګيلاني  او ديو ناما استازي نيلاب مبارز هم دمارچ داتمي دښځو دنړيوالي ورځي په باب خبري وکړي په هيواد کي دهغو مواردو دپاي ته رسيدو غوښتنه يي  وکړه  چي دښځو دبشري حقوقو ترپښولاندي  کول وبلل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته