امنیت

دملي اردو دپرمختګونو په اړوند خبرې وشوې

کابلباختر د سنبلي٧
دملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شيرمحمدکريمي نن د ملي اردو د پرمختګونو په اړوند د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس له استازى سره په کا بل کې وکتل.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دافغانستان اود سيمې حالات ، دملي اردو پرمختګونه او په مستقلو عملياتو کې د هغوى تيارۍ، پوځي تجهيزات اود هوايي پوځ پشپړول ددوى دخبرو محور و.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز په تيرو کلونوکې د ملي اردو پرمختګونو، وړتياوو او برياليتوبونو ته په اشارې سره وويل: د ملي اردو له جوړېدو څخه تر اوسه پورې چې شمېر يې يو سلو پنځه نوي زرو تنو ته رسيږي؛ ګام په ګام مخ په وړاندې پرمختګ کيږي او له نيکه مرغه اوس هغې اندازې ته رسيدلې ده چې په خپلو محاربوي فعاليتونو پورې اړوندې دندې پلان او رهبري کړي چې بيلګه يې کولى شو د لوګر ولايت د اذرې او د ننګر هار ولايت دحصارک په ولسواليوکې د برياليو عملياتو ياد ونه وکړو.
ده د ملي اردو د منسوبينو د ميړانې او زړورتيا په اړوند معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دوى دخپلوخلکو باور اوملاتړ له ځان سره لري او چمتو دي چې په نږدې را تلونکې کې ټول امنيتي مسووليتونه په غاړه وا خلي.
دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس استازى آدم سميت دخبرو په ترڅ کې د افغان ملي اردو دپرمختګونو اوظرفت له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: موږ باورلرو چې افغان پوځيان کولى شي خپلې اړوندې دندې په مستقل ډول تنظيم او ترسره کړي.
ده د امريکا د کانګرس د هيئت په استازيتوب وويل: متبوع هيواد يې چمتو دى چې په راتلونکې کې هم دبيا جوړولو په بيلا بيلو برخو او په تيره بيادملي اردو د منسوبينو او افسرانو د روزنې ، دنظامي تجهيزاتو د بشپړولو او د هوايي پوځ د سمبالولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او ټينګار يې وکړ چې دغه همکاري او ملاتړ له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته