ټولنه

دسالنګونو دساتنې او څارنې درياست خبرتيا :

کابل _ باختر دمرغومى شپاړسمه :
دسالنګونو دساتنې او څارنې درياست خبرتيا :
په سالنګونو کې دواورې اورښت او دهوا سړښت  دهرې ورځې  په تيريدو سره زياتيږي . 
دمسافر وړونکو اوبار وړونکو وسايطو دتګ راتګ دمصوونيت دتامينولو ،  دترافيکو دسالم بهير او دژمنيو عملايتو دبريالي او اغيزمن اجراکولوپه مقصد دغه مراتب اعلاميږي .
  له تونل څخه دتيريدومجاز لوړوالي ٥ر٤ متر
٢_ دوسايطو زيات ګړنديتوب په ساعت کې څلويښت کيلومتره .
٣_  دګړندي وسايطو ترمنځ واټن ٥٠ متره ، دباروړونکو  موټرو ترمنځ ١٠٠ متره او دتانکري موټرو ترمنځ واټن ١٥٠ متره ټاکل شوى دى .
  ٤_  په ټونل او کالريو کې دريدل اومخکې کيدل په جدي توګه منع دى او چلوونکي دى شپې او ورځې له خوا له هغو څخه په رڼا څراغونو تير شي .
٥_ دمسافر وړونکو وسايطو چلوونکي دى زيات کوښښ وکړي چې دسالنګونو په تګلوري کې خپل تګ راتګ دورځې له خوا تنظيم کړي ځکه دسختو بادونو دچليدو او لړو له امله دشپې له خوا دکتنې ساحه محدوده  ده اونه اټکل شوي پيښې به رامنځته شي .
  ٦_  دڅلويښت فوټه بادې لرونکي تيلري وسايطو پرته ټول بار وړونکي او مسافر وړونکي وسايط کولي شي دژمنيو وسايلو اوتجهيزاتو په لرلو سره د موظفينو دلارښوونو او له مخکې څخه دوضع شويو مقرراتو درعايتولو په پاملرنې سره په دغه لويه لاره تګ راتګ  وکړي خو تيلري وسايطو ته به د ١٣٩٢ کال دنوروز ترتيريدو پورې د تګ راتګ اجازه ورنه کړي شي .
٧_  دسالنګونو مسافرين او دترافيکو نور برخه وال دناڅاپي پيښو  درامنځته کيدو په صورت کې کولي شي دژغورنې خونې ته چې له په خوا  څخه چمتو شوى دى ورشي او ستونزې يې دسالنګونو دپرسونل له خوا څيړل کيږي که چيرې په ځانګړو حالاتو کې دسالنګونو په دواړو خواو کې دژغورنې خونو او بيزونو ته لاسرسۍ  برابر نه شي مسافرين او دترافيکو برخه وال کولي شي له دغو شميرو سره اړيکې ونيسي او خپله ستونزه حل کړي
دفوايد عامې وزارت  ٠٢٠٢٣٠٠٣٤
دسالنګونو دساتنې او څارنې رياست  ٠٧٩٩٤٣٢٠٠٢؛
دبيړني  ځواب ورکولو امريت ٠٧٥٢٠٤٢٢٦٠
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته