روغتیا

دعامې روغتيا وزارت : په افغانستان کې دايبولا دناروغۍ هيڅ نښه نښانه نه ده ليدل شوي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٠ :
سره له دې چې  په افغانستان کې  دايبولا دناروغۍ  کومه نښه نښانه  نه ده ترسترګو شوې د هېواد د عامې روغتيا وزارت مقاماتو له دغې   وژونکې ناروغۍ سره د مقابلې په مقصد  په کابل کې  د ايبولا د ناروغۍ  دوه وقايوي مرکزونه  جوړ کړي دي .
دعامې روغتيا وزارت وياند بکتاش ترکستاني  دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :
سره له دې چې تراوسه پورې په هېواد  کې دايبولا دناروغۍ  کومه پيښه نه ده تر سترګو شوې  او د دغې ناروغۍ د خپريدو له پلوه  زموږ د هېوادوالو ترمنځ  هيڅ د انديښنې ځاى نشته  سره له دې هم د عامې روغتيا وزارت مقامات په ټولو امکاناتوسره هڅه او هاند کوي چې د دغې وژونکې ناروغۍ د وقايې په مقصد  په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.
ترکستاني زياته کړه : په همدې مقصد د عامي روغتيا وزارت په ټولو هوايي ډګرونو کې  بنديزونه لګولي دي او هر هغه څوک چې افغانستان ته راځي اوپه روغتيايي لحاظ مشکوک وبريښي په دغو مرکزونو کې معاينه کيږي .
د عامې روغتيا وزارت وياند زياته کړه  چې دايبولا  په ناروغۍ  زموږ د هيوادوالو  د پوهيدو په خاطر  په هوايي ډګرونو  او ښارونو کې  دپوهاوي مرکزونه جوړ شوي دي.
ده زياته  کړه چې دعامې روغتيا وزيري ډاکتري ثريا دليل دفرضي حج دمراسمو دپرځاى کولو په بهيرکې  دسعودي عربستان له حکومتي او غير حکومتي مقاماتو سره  د ايبولا ناروغۍ د خپريدو د مسئلې په باب خبرې کړي دي .
دسعودي عربستان  روغتيايي مقاماتو  ژمنه  کړې ده چې د دغې  ناروغۍ د خپريدو په صورت کې به  له افغانستان سره مرسته وکړي .
ترکستاني زياته کړ ه له نيکه مرغه  د دغې ناروغۍ کومه مثبته پيښه په هېواد کې نه ده ليدل شوې او د هغې درجه بندۍ له مخې  چې د نړۍ د روغتيايي سازمان له خوا ترسره شوې ده  افغانستان په دريم رديف کى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته