امنیت

د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د جمهور رييس د اقتصادي چارو سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي او ورسره پلاوي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې، د نوموړي هېواد بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر ایلیار غني يوف سره د سوداګرۍ پر پراختیا او د هوکړه لیکونوپر بشپړولو او تطبیق خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزارت په اقتصادي سکتورکې د دغه هېواد پر ادارو او سوداګریزو بنسټونو د پام وړ اغیز لري، ښاغلي غني یوف افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې اړوندو ادارو او وزارتونو ته به دنده ورکړي ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې چارې چټکې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازبک لوري ته په خپلو خبروکې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو لړ هوکړه لیکونه بشپړ شوي نه دي، چې دا کار په سواګریزو چارو کې د ځنډ لامل شوی.
ده زیاته کړه، چې مربوطه ادارې باید خپل منځي اړیکو ته دوام ورکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د جمهورو رييسانو ترمنځ له لیدنې څخه وړاندې هوکړه لیکونه چمتو شي.
د افغانستان او ازبکستان چارواکي د اورګاډي له لارې سوداګرۍ، نفت او ګاز، بریښنا او یو شمیر نورو برخوکې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختیا په موخه یو لړ پرمختګونو ته ورسیدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته