امنیت

په هرات ښار کې ديوه ايراني موټر چلوونکي تښتول .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
په هرات ښار کې دايران فونسلګرۍ  نن اعلام وکړ چې يو ايراني موټر چلوونکي داسلام قلعه په بندري ښارګوټي کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى دى .
په هرات ولايت کې دايران دقونسلګرۍ  يوه مامور عادي شيخ  غفوري وويل چې ددغه ايراني نفتي ټانکر چلوونکي  دوه ورځې  مخکې کله چې ددوغارون له پولې څخه افغانستان ته راغلي و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو چې دده دبرخليک  په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى .
  په هرات ښار کې دايران دقونسلګرۍ  مرستيال مهدي شاه رخي هم ويلي دي چې په تيره يوه مياشت کې دا دريم ايراني دى چې دهرات اسلام قلعه په لاره کې  تښتول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته