سیاستامنیت

په غزني کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د لنیدۍ ۲۹ مه / باختر
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام پرون ماسپښين د غزني د ګیلان ولسوالۍ په اغوجان سیمه کې په یوه تروریستي برید کې زموږ یو شمېر بېګناه وطنوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررییس غني په هېواد کې د وروستيو تروریستي بريدونو په ځانګړي ډول د یاد وحشیانه برید د سخت غندلو پر مهال وویل: طالبان باید د اوربند لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني او له تروریستي بریدونو څخه چې اسلامي او بشري ضد جنایت دی، لاس واخلي او د افغانستان د سولې پروسه ومني.
د هېواد جمهوررییس د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د روغتیا دعا کوي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته