کابل باختر د وري پنځمه :
وسله والوطالبانو نن سهار د سرپل ولايت دبلخاب ولسوالۍ د محکمې يو قاضي شهيدکړ.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د باختراژانس خبريال ته وويل: د بلخاب ولسوالۍ د محکمې قاضي عبدالرشيدکله چې د خپل کور په لور روان و؛ دکوهستاناتو ولسوالۍ او د هغه ولايت دمرکز په لاره کې د وسله والوطالبانو له لوري پرې ډزې وشوې او شهيد شو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ