ورزش

مشرانو جرګي ورزشکاران وستايل

کابل باختر دتلي  شپاړسمه
دمشرانو جرګې په خپلي ننني غونډه کې  دالمپيک دلوبو مډال راوړونکي روح الله نيکپا  اوپه دغو سياليو کې نور برخه وال ورزشکاران  دمډالونو او ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې له هغه وروسته چې دسنا مجلس  رييس فضل  هادي مسلميار  دهيواد دورزشکارانو وياړنې دافغانستان ټولو خلکو ته دسرلوړي  او ستر وياړ سبب وباله، دالمپيک  دملي کميټې رييس محمد ظاهر اغبر په  ټولنه کې دورزشکارانو دمقام او دوياړنو  په ترلاسه کولو او په هيواد کې دملي يو والي په ټينګښت کې د هغوى درول په باب خبرې وکړې او سناتورانو ته يې  بلنه ورکوه چې  په يومناسب وخت کې دورزش  اداره وګوري او له نږدې له ورزشکارانو سره ليده کاته وکړي .
وروسته روح  الله نيکپا  دسنا مجلس  له خوا دورزشکارانو دستاينې په نسبت  خپلې ولولى  بيان کړې او دالمپيک دسياليو دمډال په ترلاسه کولو کې يې دافغانستان ټول خلک شريک وبلل .
ده داستازو له مجلس  څخه وغوښتل چې دهيواد دمقننه  قوې په توګه دښو زمينو په برابرولو او دورزش  دادارې دبودجې په زياتوالي اقدام وکړي .  وروسته  دمجلس اداري هيئت دمجلس ستاين ليک  دمجلس دملي کميټې رييس ته اوهم مډالونه او ستاين ليکونه ورزشکارانو اوښوونکو ته ورکړل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته