کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
د شبرغان دافغان ګاز د تصدۍ پنځه تنه انجينران او کارګران نن په واټ کې
دښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
په شبرغان ښارکې دافغان ګازو د تصدۍ رييس صالح محمدفضلي باخترآژانس
ته وويل : ددغې تصدۍ پنځه تنه انجينران او کارګران هغه وخت ټپيان شول چې دسپرلۍ موټر يې دشبرغان ښارته څيرمه دسرې او بريښنا د خواجه ګوګردک په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
خبرځاى زياته کړه چې د پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
د شبرغان ښار دملکي روغتون دسرطبيب ډاکتر عارف هارون دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ