نړۍ

په کراچۍ کې دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

اسلام اباد دي نيوز باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
دپاکستان په کراچۍ ښارکې دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول  او پنځه
تنه نور ټپيان شول .
پاکستاني رسنيو دپوليسو له خولې  خبرورکړ  چې دغه چاودنه ديو ايښودل شوي بم زيږنده وه چې  دقصبه کالونۍ دناحيې يوه جومات ته څيرمه ځاى پرځاى شوى و.
ويل شوي دي چې ددغې  چاودنې له امله  دالجماعت دتندلارې ډلې دوه تنه فعالين ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.  تراوسه پورې ددغې چاودنې  مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته