سیاست

دملي امنيت سلاکار دايران دکورنيوچارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره درسمي ليدنو کتنو په دوام  نن ددغه هېواد دکورنيو  چارو له وزير عبدالرضا رحماني فضلي سره وکتل .
  باختراژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي  چې په دې کتنه کې دامنيتي اوسرحدي همکاريو ، دنشه يي توکو له کرکيلې ، توليد او قاچاقو سره دمبارزې ، په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو دژوندانه دحالت او ددواړو هېوادونو داقتصادي  همکاريو دپراختيا په باب خبرې وشوې .
دواړو هېوادونو مقاماتو د ډار اچوونکې دګواښونو دځپلو په لاره کې په ګډو هڅو دټينګار په ترڅ کې ، له تروريزم سره دمبارزې په کار کې  دافغانستان او ايران ترمنځ دپاليسۍ په کچه  کې دهمغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه .
دنشه يي توکو له کرکيلې ، توليد او قاچاقو سره مبارزه ، په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو مسئله ، دافغانستان او ايران ترمنځ  پولې په اوږدو کې امنيتي همکارۍ او ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو  پراختيا هغه موضوعګانې وې چې په دې کتنه کې پرې مفصيلې خبرې وشوې .
دغه سفر چې دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا دمنشي ښاغلي علي شمخاني په بلنه شوې وه دمحمد حنيف اتمر د يولړ هغو سيمه ئيزو سفرونو دوام دى چې دسيمه ئيز ې اجماع  دترلاسه کولو ، دګډو لارو  چارو دموندلو او دتروريزم له ګډو ګواښونو سره په مبارزه کې دسيمه ئيزې همغږۍ درامنځته کولو لپاره ترسره کيږي
ددغې اجماع په رامنځته کولو کې دافغانستان ديوه مهم ګاونډي په توګه دايران داسلامي جمهوريت رول اغيزمن او کليدي  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته