سیاست

احمد ضيا مسعود: په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دانګلستان ژمنې دقدر وړ دي .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
داصلاحاتو او دښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن په کابل کې دانګلستان دشاهي هېواد له سفير دومينګ  جرمي سره وکتل
دجمهور رييس دفوق العاده استازي  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:  په دې کتنه کې په افغانستان کې داداري اصلاحاتو اوله اداري فساد سره دمبارزې په باب هراړخيز ې خبرې وشوې .
دانګلستان دشاهي هېواد سفير يوځل بيا په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې دخپل هېواد ژمنه اعلام کړ او ويې ويل چې دمتبوع هېواد مقاماتو دروان کال دمې دمياشتې په ديارلسمه نيټه دلندن په کنفرانس کې په افغانستان کې داداري فساد پرخلاف مبارزې سره په ملاتړ کې خپل دريځ يوځل بيا اعلام کړ او ويې ويل چې په دې کار به ژمن پاتې شي .
دغه راز انګلستان دشاهي هيواد سفير  دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره او دهغه داقتصادي پراختيا په لاره کې دخپل هېواد دمرستو خبر ورکړ او ويې ويل انګلستان به په هرراز شرايطو کې دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ وي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي په افغانستان  کې دانګلستان دشاهي هيواد دمرستو له امله  په قدردانۍ سره  وويل چې له اداري فساد سره دمبارزې ، له امنيتي ځواکونوسره دمرستې او دافغانستان داقتصادي  پراختيا لپاره ددغه هېواد ژمنه دقدر وړ ده .
ده دغه ر از وويل  چې دافغانستان حکومت هڅه کوي چې داداري فساد پرخلاف دمبارزې په کار کې دخپلو نړيوالو همکارانو په مرسته اغيزمن اقدامات ترسره کړي .
له بلې خوا هم دجمهور رييس فوق العاده استازي له افغانستان سره دانګلستان دشاهي هيواد دهمکاريو دپياوړتيا غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته