نړۍ

د امريکا د دفاع وزير: د شمالي کوريا هر اټومي بريد ته ځواب ورکوو

واشنګټن ايرنا– باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر په جنوبي کوريا او امريکا د بريد په باب د شمالي کوريا د ګواښونو په غبرګون کې وويل چې هېواد به يې د شمالي کوريا هر بريد ته ځواب ورکړي.
د ايرنا دخبري سايټ دخبرله مخې:
د امريکا د دفاع وزير چې د امريکا او د جنوبي کوريا د ديپلوماتانو او پوځي مقاماتو د غونډې په پاى کې خبرې کولې زياته کړه: که چيرې شمالي کوريا وکولاى شي په برياليتوب سره دغه شان بريدونه ترسره کړي، دامريکا د اردو له کلک ځواب سره مخامخ کيږي او شمالي کوريا بايد دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
ده د شمالي کوريا د موسودان د بالستيکي توغندى توغول چې پرون ترسره شو؛ ماتې خوړونکى او ناکام يون وباله چې د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه په ښکاره سرغړونه ده .
اشتون کارتر په يوه مرکه کې وويل چې شمالي کوريا دې ګومان ونه کړي چې دغه بريد بريالى کيږي؛ بلکې ماتې به خوري او په امريکا برسيره، د جنوبي کوريا له خوا هم ماتوونکى ځواب به ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته