کابل باختر دورې دمياشتې ٦ :
د يوه تروريستي بريد طراح تېره شپه په غور ولايت کې ونيول شو.
باخترآژانس د غور ولايت دملي امنيت ديو خبرځاى له خولې خبر راکړ:
دغه تروريست تېرکال دغور په والي سيداحمدانور رحمتي يو تروريستي بريدطرحه کړى و چې له امله يې دغه والي ته زيان ونه رسيد.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه تروريست په خپل جرم اعتراف کړى دى .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: نيول شوي تروريست دچغچران ښار اوسيدونکى دى اوله ده څخه يوه ماين، يوه وسله او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ