ورزش

دهيواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم دهند د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه

کابل باختر دوږي ٢٥
دهيواد دنجونودفوټبال ملي ټيم په هغې سيالۍ  کې چې پرون يې  دهند له ټيم سره  په سريلانګا کې  لرله  لوبه دمقابل لورې په وړاندې  بايلوله .
  دافغانستان دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير  باختر اژانس ته وويل:  دغه سيالۍ  چې  داسيا دجنوب دهيوادونو  داتو ټيمونو ترمنځ  په سريلانکا کې  پيل شوي وي  دهيواد دنجونو ملي ټيم  په خپل ګروپ کې دمالديف له ټيم سره برابر شو  او دپاکستان  ټيم ته يې    دڅلورو په مقابل کې  په پنځو سره  ماتې  ورکړه او په دريمه لوبه کې يې  ونه کړي شول  چې نيپال پرټيم  بريالي شي .
او په پاى کې دهيواد دنجونو د فوتبال ملي ټيم  وکولي شول دڅلورو امتيازونو په ترلاسه کولوسره دويم وروستۍ  پړاو ته  لاره پيدا کړي .
  ده وويل په دغو سياليو کې  دهيواد دنجونو دفوتبال ملي ټيم پرون مازيګر دهند  له ملي ټيم سره لوبه وکړه  او په نتيجه کې يې  دصفر په مقابل کې  په يوولسو سره دمقابل لوري په وړاندې ماتي وخوړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته