کابل باختر د غبرګولي اوومه :
د خلکو د شکايتونو د څيړنې دفتر نن د هرات ولايت په امنيه قوماندانۍ کې په رسمي ډول پرانستل شو .
دغه دفتر دنده لري چې شپه او ورځ د هرات ولايت د پتمنو خلکو په خدمت کې وي او د هغوى شکايتونه واوري او په جدي ډول يې وڅيړي .
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل د دغه دفتر په پرانستلو سره د هرات ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې پوليس له ټولو لارو څخه په استفادې سره د امنيت د ښه والي او د جرمونو د کچې د کمښت په خاطر به استفاده وکړي . ددغه دفتر مسوول سيد احمد محمدي هم په دې باندې په ټينګار سره چې د اړيکي نيوونکو افرادو هويت خوندي ساتل کيږي وويل: هېوادوال کولاى شي له ٠٧٩١٨٥٩٧٨٥او ٠٧٨١١٧٨٠٠٨شمېرې ټيلفونونو سره اړيکه ونيسي او د زورځواکى، پيسو اخستلو او په ښار او ولسواليو او لويه لاره کې د پوليسو منسوبينو د ناوړې استفادې په باب هر راز اطلاعات په مستند ډول ورکړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل