ټولنه

په فارياب کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وواژه

کابل  باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په  فارياب  ولايت کې  يوې ځوانې نجلۍ  ځان وواژه .
دغې اتلس کلنۍ نجلۍ په نامعلوم علت  دمسمومونکو توکو په کارولو سره خپل  ژوند پاى ته ورساوه .
ددولت آباد ولسوال عبدالسلام نزهت  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ځوانې نجلۍ نازيې پرون ددولت  آباد ولسوالۍ  په تورت عطا  کلي  کې دمسمومونکو موادو په کارولو سره په  ځان وژنې لاس پورې کړ چې روغتون ته دليږدونې په لاره  کې يې ساه ورکړه.
نزهت زياته کړه ؛  چې نازيې  په ماشومتوب کې خپل پلار او مور له لاسه ورکړي و  او له خپل ماما سره يې ژوندکاوه  .
ددغې نجلۍ خپلوانو ويلي دي  چې نازيې رواني تکليف درلود خو ددغې پيښې اصلي انګيزه لا تراوسه پورې نه ده روښانه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته