کابل / د کب ۸مه / باختر
د هوايي لیکې د کنټرولونکو (ATC ) لومړنۍ ډله د حرفوي زده کړو لپاره ازبکستان ته لاړه.
د ملکي هوايي چلند ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت تخنیکي او مسلکي کارکوونکي په بېلابېلو تخنیکي هوايي څانګو کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه ازبکستان ته استول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یاد کارکوونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي چلند د موافقې له مخې د ازبکستان د هوايي چلند مسلکي او تخنیکي پرسونل له خوا روزل کېږي او د لازمو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته به هېواد ته راستانه شي.
ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پلاوی د ازبکستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند له مسوولینو سره وګوري او د ځمکني او هوايي ترانسپورټ په برخه کې د همکاریو او خدمتونو د پراختيا په اړه ورسره خبرې وکړي.
وهاج