امنیت

په غورکې درې تنه ملکيان ووژل شول

فيروزکوه/ باختر د چنګاښ  اتمه :
د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې پرون درې تنه ملکيان ووژل شول .
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو موټرسايکل د شهرک ولسوالۍ په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې دوه تنه چې په موټرسايکل سپاره وو، ووژل شول .
ده وويل: په دې پيښه کې يو تن بل چې له سيمې څخه تېريده، ټپى شو چې روغتون ته له ليږدولو وروسته مړ شو .
   تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى، خو له دې مخکې دغه  شان پيښې طالبانو ته نسبت ورکړ شوى دى.
ده زياته کړه چې د پيښې د روښانولو لپاره د پوليسو تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته