کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۵ نورټپیان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو عمومي مدیر قاري محمد نذیرعابد باخترآژانس ته وویل چې دغه پېښه د دوشي ولسوالۍ د لویې لارې د ګلیه ګي په سنګ سوراخ سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له واټ څخه ووت او چپه شو.
هغه زیاته کړه، په دې ترافیکي پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او د چلوونکي په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه د یادې پېښې علت د چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
ع