ورزش

د افغانستان د ازاد مبارزو اتل نصرت حق پرست له خپل کاناډايي سيال سره مبارزه کوي

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
د افغانستان د ازادمبارزو اتل نصرت حق پرست له خپل کاناډايي سيال سره مبارزه کوي.
دغه سيالي به څه ناڅه درې مياشتې وروسته په امريکا کې د يو-اف- سي د معتبرسازمان په شب نبرد کې وشي.
د يو- اف- سي سازمان په يوه اعلاميه کې له کاناډايي سيال جون مک ديسي سره د نصرت حق پرست سيالي تاييد کړې ده .
نصرت حق پرست په ١٣ لوبوکې بريالى شوى دى او په ٢ لوبوکې ماتې خوړلۍ دى او جون مک ديسي له ٢٢ سياليو څخه ١٨ برياليتوبونه ترلاسه کړى دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته