ټولنه

آلمان دبغلان دښځوله رياست سره مرسته وکړه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
آلمان نن  دبغلان ولايت  دښځو دچارو له رياست سره  د دفتري وسايلو ا وتجهيزاتو
مرسته  وکړه .
په دغومرستو کې موبل او فرنيچر، ميزونه او څوکۍ ،دتودولووسايل ، دعکاسۍ او دفلم اخيستلو کمرې ،  کمپيوټرونه ،  دفوتوکاپۍ ماشين او المارۍ شته .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې  خديجې يقين باخترآژانس ته وويل ،چې ددغو  مرستو  ارزښت  پنځه مليونه افغانۍ کېږي .
په همدې حال کې ميرمن يقين وايي  چې دغه وسايل اوتجهيزات  به دښوخدمتونو  او د زيات کار  په برخو کې له دوي سره مرسته وکړي.
مخکې له دې د آلمان دتخنيکي همکاريو دفتردوالي د دفتراو دپوهنې  اودقضايي  ارگانونو د رياستونو په   ګډون  له يو شمير نورو  ادارو سره  هم د دفتري  وسايلو او تجهيزاتو مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته