ټولنه

ملا امامان : دښځو او نارينه و په ګډون ټول خلک دې له ويرې او ډار پرته دراتلونکي کال په انتخاباتو کې ګډون وکړي .

 کابل باختر  دسلواغې اتلسمه :
د جوماتونو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې يوځل بيا په هيواد کې له   اړوکورنيو سره په مرستې باندې  ټينګار وکړ .
دوى  وويل  :   داسلام دمبين   دين او محمدي غرا شريعت له  حکمونوسره سم شتمنو او بډايو کسانو ته  په کاردي  چې د  ژمې  په دغو سختو شرايطو کې چې زموږ دهيواد په زياترو ساحو کې زموږ يو شمير بيوزلي هيوادوال د هوا دسړښت  او  د واورې دسختو اورښتونو له امله له  منځه تللي دي له بيوزلو ، اړو او مصيبت ځپلو کورنيو سره  مرسته  وکړي .
د  هيواد له مرکز او ولايتونو څخه   دباخترآژانس دخبريالانو دخبر له مخي  :
دغه راز په دغو خطبو کې داسلامي هيوادونو مشرانو  د ټاکنې لپاره انتخابات داسلام دمبين دين ارزښتناک اساسات وبلل  شول اوڅرګنده شوه چې  جمهوري رياست يو داسې ستر مسووليت دى چې بايد خلک هغه دخپلو  رايو له لارې  هغه چاته   وسپاري چې عمومي ګټو ، ديني ارزښتونو او دسولې او ملي يو والي تامينولو  ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى   ورکړي .
په دغو خطبوکې د ښځو او نارينه و  په ګډون له هيوادوالو څخه  وغوښتل شول  چې  په انتخاباتو کې  په  کارنده  توګه او دهيواد دکورنيو اوبهرنيو  دښمنانو له تبليغاتو څخه له  ويرې پرته ګډون وکړي اوزموږ دهيواد  اوخلکو   دبرخليک  په وړاندې  يې توپيره پاتې نه شي .
دغه رازپه دغوخطبو کې داسلام دسترپيغمبر حضرت مصطفي ( ص)  دارزښتناک  ژوندانه د بيلابيلو اړخونو په تيره بيا له خلکو سره دآنحضرت  دچال چلند او سلوک په باب خبرې وشوې او څرګنده شوه چې مسلمان خلک دې داسلام د ستر  پيغمبر دکورني  او ټولنيز ژوندانه په پيروي دخپلې ټولنې له افرادو او کورنيو سره ښه  او غوره چلند ولري ،  مشرانو ته دې درناوى وکړي او په ماشونو شفقت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته