روغتیا

په روزګان کې د شيري دناروغى زياتوالي .

کابل باختر د ثور دريمه : په روزګان ولايت کې دماشومانو ترمنځ دشيري ناروغي زياته شوې ده . دروزګان ولايت دروغتون سرپرست ډاکتر ضيا الرحمن پرون دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې وروستيو وختو کې دشيري په ناروغى داخته ماشومانو شمير دوه برابره شوې دي . او هره ورځ يو زيات شمير ناروغان ددغه ولايت په مرکزي روغتون کې بستر کيږي . ده په دغه ناروغى داخته ماشومانو دشمير په باب څه ونه ويل . خو ويې ويل چې يوشمير روغتيايي مرکزونه دوسله والو طالبانو د ګواښونو په نتيجه کې تړل شوي دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته